د امریکايي اشغال د خاتمې او کابل فتحې دویمه کالیزه ولمانځل شوه

Abdullah Saeed
Sun, Aug 20 2023 3:30 PM
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون له لوري د امریکايي اشغال د خاتمې او کابل فتحې دویمه کالیزه په شاندارو مراسمو سره ولمانځل شوه.

په یادو مراسمو کې د پوهنتون مشرتابه پلاوي، د پوهنځيو ريیسانو، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو ګډون کړی وو.

پيل کې د پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب د اسلامي امارت مشرانو، افغان ولس، د نړۍ مسلمانانو او په ځانګړي ډول د اسلامي امارت مجاهدینو ته د یادې فتحې مبارکي وویله او دا یې د الله تعالی له لوري لويه پېرزوينه ياده کړه.

نوموړي زياته کړه چې دا خپلواکي او ازادي په ډېرو سرښندنو او تکليفونو لاسته راغلې نو د ساتنې لپاره يې بايد ټول خپلو مسؤليتونو ته متوجه شو.

د پوهنتون علمي چارو مرستيال پوهندوی ميرویس ستانکزي، د ولايت مقام استازي مـولوي عصمت الله عندليب او د شرعياتو پوهنځي استاد پوهنمل دوکتور محمد سليم کليمزي؛ په خپلو خبرو کې په عامه توګه ټول مسلمه اُمت او په ځانګړي ډول افغان غيور ملت ته د يادې سترې وياړمنې ورځې مبارکي وويله او د تېر شل کلن جهـاد په قربانيو، برياوو او د اسلامي نظام په ټينګښت او پايښت يې مفصلې خبرې وکړې.

د یادولو وړ ده چې په دغو مراسمو کې د شل کلن جهـاد اړوند حماسي شعرونه، ترانې او تمثیلي ټوټې وړاندې شوې.

ياده غونډه د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مـولوي اعجازالحق په لندې وینا او دُعايه کليماتو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Wed, Apr 08 2026 2:52 PM
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

Wed, Apr 08 2026 2:28 PM
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

Tue, Apr 07 2026 3:21 PM
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS