د اختصاصي او شپې برنامې کانکور فورمونو د وېش خبرتيا!

Abdullah Saeed
SJAU

کونړ ولایت اړوند ټولو د دولسمو او په شرايطو برابرو څوارلسمو ټولگیو فارغانو ته خبر ورکول کېږي چې د ۱۴۰۳ تحصیلي کال لپاره د اختصاصي او شپې برنامې ښوونې او روزنې پوهنځي(تاريخ او جغرافيه، پښتو، عربي او انگليسي) څانگو او د شرعياتو پوهنځي(فقهې او قانون) څانگې لپاره په کانکور ازموینه کې د گډون فورمونه سر له سه‌شنبې ورځې ۱۴۴۵/۹/۲ هـ . ق مطابق ۱۴۰۲/۱۲/۲۲ هـ . ش څخه تر ۱۴۴۵/۹/۱۷ هـ . ق مطابق ۱۴۰۳/۱/۹ هـ . ش نېټې پورې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو آمريت څخه تر لاسه کړي.

يادونه: فارغ بايد له ځان سره د فراغت اسناد ولري او فورمونه تر ډکولو وروسته د ۱۴۴۵/۹/۲۲ هـ . ق مطابق ۱۴۰۳/۱/۱۵ هـ . ش نېټې پورې ياد آمريت ته وسپاري.

پته: سالار باغ، سید جمال الدین افغاني پوهنتون د محصلانو چارو آمریت

Latest announcements

Tue, Jul 14 2026 9:41 AM
Background image

جدید الشمول محصلانو د نوم‌لیکنې خبرتیا!

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ته د ۱۴۰۵ لمریز کال په کانکور ازموينه کې بريالیو جدیدالشمول محصلينو ته خبر ورکول کېږي، چې د نوملیکنې موخه دې له(۲۵/۰۴/۱۴۰۵هــ . ش) نېټې څخه تر(۰۵/۰۵/۱۴۰۵ه . . .

Wed, Apr 29 2026 3:04 PM
Background image

د برحاله محصلینو د پام وړ!

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون خپلو ټولو گرانو محصلینو ته خبر ورکوي چې د روان سمستر درسي بهير له ټاکل شوي مهالوېش سره سم په عادي ډول جريان لري، نو ټول محصلين دې خـپل درسونه په منظم ډول . . .

Back to announcements