دعوت او ارشاد کمېټې د پوهنتون رييس په مشرۍ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د ښه تطبیق په موخه ناسته وکړه

Abdullah Saeed
Tue, Apr 15 2025 3:36 PM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ د دعوت او ارشاد کمېټې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د ښه تطبیق په موخه ناسته وکړه چې په کې د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد او د کمېټې نورو غړو برخه لرله.

ياده ناسته کې د دعوت او ارشاد کمېټې غړو د پوهنتون مشرتابه ته د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تطبیق په برخه کې د خپلو فعاليتونو راپور وړاندې کړ، چې د هغوی له لوري ورته د ياد قانون د ښه تطبيق په برخه کې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې. دا ناسته د خیر په دُعا سره پای ته ورسېده.

Latest news

Thu, Feb 19 2026 1:08 PM
Background image

د مالي او اداري چارو مرستيال په مشرۍ ناسته کې د حاضرۍ په پابندۍ او چارو کې پر چټکتيا ټينگار وشو

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد په مشرۍ تر سره شوې کاري ناسته کې چې د معاونيت اړوند آمرينو او عمومي مديرانو په کې برخه لرله او پر يو. . .

Thu, Feb 19 2026 9:40 AM
Background image

د پوهنتون محصلينو ته د رمضان المبارک مياشتې د فضيلت په هکله سېمينار وړاندې شو

دغه سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت تر چتر لاندې د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت په نوښت داير شوی ؤ، د پنځه‌گونو پوهنځيو محصلينو په کې برخه لرله.. . .

Wed, Feb 18 2026 12:04 PM
Background image

د قرانکريم"ترجمې او تفسير" د درسونو پر دوام د سورة النساء افتتاح وشوه

سيدجمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت د درسونو په لړ کې نن ورځ د قرانکریم"ترجمې او تفسیر" د درسونو پر دوام د دعوت او ارشاد مبلغ مولوي عبيدالله نعماني له لوري د سورة النساء. . .

BACK TO NEWS