د تنوير له خصوصي پوهنتون څخه ليدنه او څارنه وشوه
د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن چې د دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق زلِف او د نشراتو عمومي مدير عبدالله سعيد يې هم ملتيا کوله، په کونړ ولايت کې د تنوير خصوصي پوهنتون له چارو څخه ليدنه او څارنه وکړه. شيخ عبدالمالک محسن په هغه ناسته کې چې د ياد خصوصي پوهنتون له مسؤلینو، استادانو، کارکوونکو او محصلينو سره ترتيب شوې وه، د محصلينو د مسلکي او عملي زدهکړو ترڅنگ، په فکري او اصلاحي روزنه ټينگار وکړ او سپارښتنه يې وکړه چې د سيرت او صورت اصلاح ته پوره متوجه شي. د يادې ليدنې په ترڅ کې د مشرتابه عالي مقام د هداياتو او فرامينو او د وزارت رهبري شورا پرېکړو له تطبیق او د ياد خصوصي پوهنتون له تدريسي او دعوتي چارو څخه څارنه وشوه.
د تنوير خصوصي پوهنتون رهبرۍ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د پلاوي په ورتگ خوښي وښوده او د علمي بنسټونو ترمنځ يې رابطه او همغږي مهمه وبلله. د يادونې ده چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رهبري د يوه منظم پلان له مخې په کونړ ولايت کې د تنوير خصوصي پوهنتون له فعاليتونو څخه دوامداره څارنه کوي.
