زراعت پوهنځي ممتاز محصلین د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۶:۷
SJAU

د غونډې په لړ کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال مفتي شېر افضل منصور او د ياد پوهنځي رييس پوهندوی محمدحسن محمدي په خپلو ويناوو کې محصلينو ته لازمې لارښوونې او توصيې وکړې او همداراز ممتاز محصلان په ستاینلیکونو ونازول شول.

هېره دې نه وي چې د دې غونډې په ترڅ کې د ياد پوهنځي استاد پوهنمل دوکتور احمدراتب شرافت له لوري محصلينو ته د پوهنتوني چاپېريال د پېژندگلوۍ په تړاو چمتو شوی پرېزنټېشن هم وړاندې شو.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۱:۴۶
Background image

په کونړ ولايت کې د دیني مدارسو د عالیې او عالمیې مرحلو کلنۍ ازموینه پیل شوه

ياده ازموینه نن ورځ د کونړ ولايت د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون په انگړ کې د پوهنتون عمومي رئيس او د دې ازموينې د مديره هيئت مشر الحاج مولوي عبدالواسع منصور، د علماوو شورای او د جهادي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۶:۵۵
Background image

پوهنتون کې د عاليې او عالميې مرحلو ازموينې نگرانانو ته معلوماتي سېمينار وړاندې شو

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د عاليې او عالميې مرحلو ازموينې نگرانانو ته د ازموينې اخيستلو په هکله معلوماتي سېمینار وړاندې شو، چې د دې پوهنتون رهبرۍ سربېره؛ د لوړو زده کړو وزارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۰:۵۶
Background image

پوهنتون کې د پایلو پر بنسټ پوهې او محصل محوره زده‌کړو د تدریسي تگلارو په اړه پيل شوی روزنيز ورکشاپ پای ته ورسېد

دغه ورکشاپ چې د سيد جمال الدين افغاني علمي چارو معاونيت په چوکاټ کې د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د(۱۰) لسو ورځو پر دوام جوړ شوی ؤ، د ياد پوهنتون د پنځه‌گونو پوهنځيو شااوخوا(۳۰) تنه. . .

BACK TO NEWS