د شرعياتو پوهنځي استادانو ته په شرعي علومو کې د مقالې ليکنې تگلارې تر سرليک لاندې سېمینار داير شو

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۳:۵۴
SJAU

دغه يو ورځنی روزنیز سېمینار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې معاونيت له لوري د معلوماتي ټکنالوژۍ په مرکز کې دایر شوی ؤ، د ياد پوهنځي استادانو او علماءکرامو په کې برخه لرله.

پيل کې د شرعياتو پوهنځي رييس مولوي سراج الدين عمر منصور په خپلو خبرو کې د سېمينار اهميت او ارزښت بيان کړ او له برخه‌والو يې وغوښتل چې په فعال گډون سره د سېمينار له ټولو مطالبو پوره گټه واخلي.

ورپسې د پوهنتون د علمي څېړنو آمر پوهنمل دوکتور محمدسليم کريمزي د موضوع په تړاو چمتو کړی پرېزېنټېشن وړاندې کړ او ټولې برخې يې وار په وار تشريح کړې او په پای کې يې د گډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS