پوسټر پرېزېنټېشن ته بلنه

Abdullah Saeed
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د خپل اسلامي او ملي رسالت له مخې  په پام کې لري چې سبا د محرم الحرام پر(27)مه چې د زمري(اسد) میاشتې له لومړۍ نېټې سره سمون لري د اقتصاد پوهنځي محصلينو له لوري د ترسره شويو څېړنو پايلې د پوسټر پرېزېنټېشن په شکل وړاندې کړي.

نو پر همدې مناسبت تاسو محترمو مسؤلینو، د قدر وړ استادانو، دیني عالمانو، د فکر او قلم خاوندانو، د رسنیو محترمو استازو او ژورنالیستانو، محصلینو، ځوانانو، د مدارسو او مکاتبو طالب العلمانو ته په خورا درنښت سره د گډون بلنه درکوو، هیله ده، چې پر خپل راتگ زمونږ مراسمو ته لا ښکلا وروبخښئ.

په درنښت

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون

وخت: چهارشنبه، د سهار 9:00 بجې، د ۲۷/۱/۱۴۴۷ هـــ . ق مطابق ۱/۵/۱۴۰۴ هـ . ش          

ځای: سيد جمال الدين افغاني پوهنتون-سالارباغ

آخرین اطلاعیه ها

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۴:۴۴
Background image

په سيرت النبي ﷺ سيالۍ کې د گډونوالو محصلانو د پام‌وړ!!

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ټولو هغو محصلينو ته چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت له لوري د سيرت النبي ﷺ سيالۍ په پلان شوې ازموينه کې يې نومليکنه . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۴:۲۵
Background image

واند(ژبنۍ او ادبي) مجلې د لومړۍ گڼې چاپ لپاره د مقالو غوښتنه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې معاونیت اړوند د علمي-څېړنيزو مجلو آمريت پلان لري چې د واند(ژبنۍ او ادبي) مجلې لومړۍ گڼه چاپ کړي نو د ژبو او ادبياتو له ټولو محترمو . . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۲:۵۰
Background image

جدید الشمول محصلانو د نوملیکنې خبرتیا!

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ته د ۱۴۰۴ لمریز کال په کانکور ازموينه کې بريالیو جدیدالشمول محصلينو ته خبر ورکول کېږي، چې د نوملیکنې لپاره دې، سر له نن(۱۱/۵/۱۴۰۴هــ . ش مطابق ۸/۲/۱۴۴۷هـــ . . .

بازگشت به اطلاعیه ها