محصلینو ته له ازموينې څخه د اضطراب په هکله د پوهاوي سېمينار وړاندې شو

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۵:۳۷
SJAU

نن ورځ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پېنځه‌گونو پوهنځیو محصلینو ته د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت اړوند د رواني مشاورې کمېټې له لوري د ازموینې اضطراب په هکله د پوهاوي سېمينار وړاندې شو.

پيل کې د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمر مولوي عبدالله مسلم د سېمينار اهميت او ارزښت په تړاو معلومات وړاندې کړل او ورپسې د رواني مشاورې کمېټې مشر پوهنيار عبدالرحمن عابد محصلينو ته د ازموینې اضطراب پېژندنې، نښو نښانو، عواملو او د مخنیوي لارو چارو په هکله چمتو کړي موضوعات وار په وار تشريح کړل او د گډونوالو پوښتنې يې هم ځواب کړې. د ياد پروگرام په لړ کې د محصلينو له لوري د موضوع په تړاو تمثيلي پارچه هم وړاندې وشوه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS