پوهنتون د علمي چارو مرستيال د خپل معاونيت اړوند کمېټو له مسؤلينو سره ناسته وکړه

Abdullah Saeed
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۲:۵۱
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو معاون قاضي عبدالهادي فضلي د چارو د لا ښه والي په موخه د ياد معاونيت تر چتر لاندې د کمېټو له مسؤلينو سره ناسته وکړه چې په کې د تضمین کیفیت آمر پوهنيار انتظار صديقي په گډون د فرهنگي چارو، تضمین کیفیت، نصاب او برېښنايي زده‌کړو عمومي کمېټو مشرانو او غړو برخه لرله.

علمي چارو مرستيال د کمېټو مسؤلينو ته سپارښتنه وکړه چې د روان کال راپورونه او د راتلونکي کال پلانونه دې پر خپل له ياد معاونيت سره شريک کړي. نوموړي زياته کړه چې په راتلونکې اونۍ کې به د دې معاونيت له لوري د يادو کمېټو ارزونه هم پیل شي.

په ياده کاري ناسته کې د علمي چارو معاونيت اړوند کمېټو خپلې ستونزې، غوښتنې او وړانديزونه د پوهنتون له علمي مرستيال سره شريک کړل، چې د نوموړي له لوري ورته ستونزو د حل او غوښتنو د پوره کېدو ډاډ ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۲۴
Background image

د پوهنتون اداري شورا ناسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په مشرۍ تر سره شوې يادې ناسته کې چې د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو رئیسانو او آمرينو په کې برخه لرله، په پوهنتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

BACK TO NEWS