پوهنتون د رييس په مشرۍ د علمي شورا ناسته وشوه

Abdullah Saeed
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳۰ - ۱۶:۲۷
SJAU

ياده کاري ناسته، چې د پوهنتون رييس په مشرۍ وشوه، د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځيو ريیسانو او استادانو په کې برخه لرله؛ چې د پوهنتون ستراتيژيک پلان د تاييد، هوکړه‌ليکونو د لاسليک، کيفيت لوړاوي آمريت له لوري د اداري برخې پر آرزونې او د يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه يې بحث او پرېکړې وکړې.

د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د پرانیستې وینا پر مهال د شورا پر ارزښت او اهميت هر اړخيزې خبرې وکړې او اړوند مسؤلين يې خپلو دندو ته ځیر کړل. ياده کاري ناسته د خیر په دُعا پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۰:۳۹
Background image

پوهنتون کې د فقهي مجالسو لړۍ پيل شوه

د مهمو فقهي مسايلو د بحث، څېړنې او استنباط ياد مجالس، چې ټاکل شوې په مياشت کې به دوه ځله په پوهنتون کې ترسره کېږي، نن يې پرانيسته وشوه.

ياد مجالس د لوړو زده کړو محترم وزارت په هدايت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۳۸
Background image

له زراعت پوهنځي څخه ۸۹ تنه محصلين فارغ او د لومړي ځل لپاره په فراغت‌غونډه کې رسمي تحصيلي اسناد ورکړل شول

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي له درېوو څانگو څخه د لېسانس په کچه تر لوړو زدهکړو وروسته په ديارلسمه دوره کې(۸۹) تنه محصلين فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۹
Background image

له ښوونې او روزنې پوهنځي څخه ۲۵۰ تنه محصلين فارغ او د لومړي ځل لپاره په فراغت‌غونډه کې رسمي تحصيلي اسناد ورکړل شول

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي له اوو(۷) بېلابېلو څانگو څخه د لېسانس په کچه تر څلور کلنو مسلکي او تخصصي زده‌کړو وروسته په ديارلسمه دوره کې(۲۵۰) تنه محصلين فارغ او. . .

BACK TO NEWS