د شرعياتو پوهنځي دوه تنو استادانو لوړو علمي رتبو ته د ترفيع په موخه خپل علمي کنفراسونه وړاندې کړل

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۹ - ۱۸:۳۹
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د شرعياتو پوهنځي دوه تنو استادانو هر يو: پوهنمل سيد رضاء الله جلالي د پوهندوی علمي رتبې ته د ترفيع په موخه(پر مېړه او مېرمن باندې د ترکې د رَدْ شرعي حکم) او پوهنيار عبداللطيف عابد د پوهنمل علمي رتبې ته د ترفيع په پار(په اسلام او يهوديت کې د پېغمبرانو عصمت پرتليزه څېړنه) تر سرليکونو لاندې خپل علمي کنفرانسونه وړاندې کړل.

يادو کنفرانسونه چې پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز په تالار کې وړاندې شول په کې د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي، د شرعياتو پوهنځي رييس مولوي عبدالمنان البدر، ژوري هيئت، د پوهنتون استادانو او محصلينو گډون کړی وو چې له ازاد بحث او د ژوري هيئت له مثبتې ارزونې وروسته پر دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېدل.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS