پوهنتون د نصاب عمومي کمېټې د علمي چارو مرستيال په مشرۍ ناسته وکړه

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۲ - ۱۴:۱۰
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نصاب عمومي کمېټې ناسته چې نن ورځ د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي په مشرۍ وشوه، د شرعياتو پوهنځي د نصاب اړوند پر یو لړ مهمو موضوعاتو په کې بحث او خبرې وشوې.

ياده ناسته چې د قرآن‌کریم د څو مبارکو ایاتونو پر تلاوت پیل شوه، ترې وروسته د پوهنتون علمي چارو مرستيال گډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنگ؛ تحصيلي نصاب د زده‌کړې اساسي موخو ته د رسېدو لپاره يو مهم اصل وباله او استادانو ته يې د ټاکل شويو مفرداتو د بشپړ پلي کېدو سپارښتنه وکړه.

ناستې ته د پوهنتون علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي وويل چې نصاب د تحصيلي نظام لپاره له ډېر ارزښت څخه برخه‌من دی او استادان يې پر پلي کېدو مکلف دي.

د شرعياتو پوهنځي رييس مولوي عبدالمنان عارف، د دې پوهنځي ديپارتمنت آمرینو او لوړ رتبه استادانو په خپلو خبرو کې د پوهنتون له مشرتابه سره د ياد پوهنځي نصاب اړوند خپل نظرونه او وړانديزونه شريک کړل.

یاده ناسته د خیر په دُعا پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۳:۸
Background image

د مالي او اداري چارو مرستيال په مشرۍ ناسته کې د حاضرۍ په پابندۍ او چارو کې پر چټکتيا ټينگار وشو

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد په مشرۍ تر سره شوې کاري ناسته کې چې د معاونيت اړوند آمرينو او عمومي مديرانو په کې برخه لرله او پر يو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۹:۴۰
Background image

د پوهنتون محصلينو ته د رمضان المبارک مياشتې د فضيلت په هکله سېمينار وړاندې شو

دغه سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت تر چتر لاندې د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت په نوښت داير شوی ؤ، د پنځه‌گونو پوهنځيو محصلينو په کې برخه لرله.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۲:۴
Background image

د قرانکريم"ترجمې او تفسير" د درسونو پر دوام د سورة النساء افتتاح وشوه

سيدجمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت د درسونو په لړ کې نن ورځ د قرانکریم"ترجمې او تفسیر" د درسونو پر دوام د دعوت او ارشاد مبلغ مولوي عبيدالله نعماني له لوري د سورة النساء. . .

BACK TO NEWS