نوي ټاکل شوي مديران خپلو دندو ته ور وپېژندل شول

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۱۶:۲۷
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې اجراييه بستونو ته د ازادې سيالۍ او شفافې پرورسې له لارې بريالي شوي مديران نن ورځ رسماً خپلو کارونه ته ورمعرفي شول.

په دې تړاو جوړې شوې غونډې ته د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن په خپلو خبرو کې نويو ټاکل شويو مديرانو ته د برياليتوت دُعاء وکړه او زياته يې کړه چې دنده امتیاز نه بلکې، یو مسؤلیت دی او هر مسؤلیت چې چا ته سپارل کېږي بايد په اخلاص او عدل سره يې ترسره کړي. نوموړي همداراز د پوهنتون ټولو منسوبينو ته سپارښتنه وکړه چې د پوهنتون موخو ته د رسېدو له‌پاره په چارو کې له یو او بل سره همکاري او مشوره وکړي.

ياده ناسته د خير په دُعاء سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS