پوهنتون رييس د کورنيو چارو وزارت له يو مسؤل سره وکتل

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۸ - ۸:۴۲
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس د کورنيو چارو وزارت د ښوونې او روزنې لويې قومندانۍ له مرستيال او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې سره وکتل.

ياده کتنه کې چې د پوهنتون مرستيالانو او د پوهنځيو رييسانو هم برخه لرله، د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه او د پوهنتون د هر اړخيز پرمختگ په برخه کې يې معلومات ورکړل.

کورنيو چارو وزارت د يادې قومندانۍ مرستيال؛ وزير رحمان رحماني په خپلو خبرو کې د پوهنتون په لاسته راړونو خوښي وښوده او د لا پرمختگ په برخه کې يې خپل وړانديزونه د پوهنتون له مشرتابه سره شريک کړل.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۰:۳۹
Background image

پوهنتون کې د فقهي مجالسو لړۍ پيل شوه

د مهمو فقهي مسايلو د بحث، څېړنې او استنباط ياد مجالس، چې ټاکل شوې په مياشت کې به دوه ځله په پوهنتون کې ترسره کېږي، نن يې پرانيسته وشوه.

ياد مجالس د لوړو زده کړو محترم وزارت په هدايت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۳۸
Background image

له زراعت پوهنځي څخه ۸۹ تنه محصلين فارغ او د لومړي ځل لپاره په فراغت‌غونډه کې رسمي تحصيلي اسناد ورکړل شول

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي له درېوو څانگو څخه د لېسانس په کچه تر لوړو زدهکړو وروسته په ديارلسمه دوره کې(۸۹) تنه محصلين فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۹
Background image

له ښوونې او روزنې پوهنځي څخه ۲۵۰ تنه محصلين فارغ او د لومړي ځل لپاره په فراغت‌غونډه کې رسمي تحصيلي اسناد ورکړل شول

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي له اوو(۷) بېلابېلو څانگو څخه د لېسانس په کچه تر څلور کلنو مسلکي او تخصصي زده‌کړو وروسته په ديارلسمه دوره کې(۲۵۰) تنه محصلين فارغ او. . .

BACK TO NEWS