په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د تضمین کیفیت معیارونو په اړه د پوهاوي ورکشاپ داير شو

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۴:۴۰
SJAU

ياد يو ورځنی ورکشاپ چې د تضمین کیفیت آمریت له لوري په مسلکي زده‌کړو پرمختیايي مرکز کې جوړ شوی ؤ، په کې د پوهنځیو ريیسانو او د څانگو آمرینو برخه لرله.

د ورکشاپ په پرانېسته کې د پوهنتون علمي چارو مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي گډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او د تضمین کیفیت پروسې د اهميت او ارزښت په اړه يې خبرې وکړې.

نوموړي همداراز د ورکشاپ له گډونوالو وغوښتل، چې په فعال گډون سره د ورکشاپ له ټولو مطالبو پوره گټه واخلي.

د يادونې ده چې د دې ورکشاپ د روزنې چارې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د تضمین کیفیت آمر پوهنيار انتظار صديقي له لوري پر مخ وړل کېدې.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS