د سید جمال الدین افغاني پوهنتون رييس د پسرلني سمستر له پیل شويو ازموینو څخه ليدنه او څارنه وکړه

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۸ - ۱۲:۵۸
SJAU

د پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب؛ د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار او د ازموينو مرکزي کمېټې په ملتيا د پسرلني سمستر د وروستيو ازموینو له صحنو څخه د لیدنې پر مهال د پوهنځيو مسؤلینو او استادانو ته سپارښتنه وکړه چې ازموینې دې د لوړو زده کړو وزارت له اصولو او مقرراتو سره سمې په پوره شفافیت سره واخلي او پایلې دې پر خپل وخت له محصلینو سره شریکې کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۱:۵۰
Background image

ښوونې او روزنې او اقتصاد پوهنځيو د ممتازو محصلينو د ستاينې او نويو شامل شويو محصلانو د ښه راغلاست غونډې ترسره شوې

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې او اقتصاد پوهنځيو د تېر درسي فصل ممتازو محصلانو لپاره د ستاينې او نويو شامل شويو محصلينو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې جلا جلا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۲:۵۶
Background image

د زراعت پوهنځي جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي نويو محصلانو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون له چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډه جوړه شوه، چې په کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۳۸
Background image

پوهنتون کې په نړيواله کچه د علمي- څېړنيزو مقالو د نشر لارو چارو په هکله روزنيز سېمينار وړاندې شو

دغه يو ورځنی علمي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د معتبرو نړيوالو مجلو پېژندنه او په هغو کې بې له کوم لگښت څخه د مقالو د نشرولو په هکله جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS