روغنیاتو او اوبلن گاز د قراردا داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا!

Abdullah Saeed
SJAU

Publish Date

Closing Date

د داوطلبۍ شمېره: (MOHE/NCB 001/1403/SJAU/ KUNAR)

د سید جمال الدین افغاني پوهنتون ټولو  هغو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د 1403 مالي کال لپاره د روغنیاتو او اوبلن گاز قرارداد  په داوطلبۍ کې گډون وکړي، د ادارې اړوند شرطپاڼه دې په فلش او یا هم سي ډي کې په وړیا ډول تر لاسه کړي، داوطلبان دې خپل آفرونه د شرطپاڼې د مندرجاتو، تدارکاتو د قانون او کړنلارې له مخې په سربسته ډول اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر 15/1/1403 نېټې د(چهار شنبې) په ورځ  د سهار (10:00 am) بجو پورې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون اړوند د تهیې او تدارکاتو مدیریت ته چې د کونړ جلال اباد لویې لارې تر څنگ سالار باغ کې موقیعت لري وسپاري، وروسته رسېدلي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین یوازې د گرانټي بانک په ډول چې(312175) درې سوه دولس زره یو سل پنځه اویا افغانۍ کېږي  اخیستل کېږي، له گرانټي پرته بل ډول تضمین د اعتبار وړ نه دی.

د آفر خلاصونې غونډه په 15/ 1/1403 نېټه د(چهارشنبې) په ورځ  د سهار په پوره(10:00 am) بجو د  سید جمال الدین افغاني پوهنتون په اداري ودانۍ کې تر سره  کېږي.

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۰:۲۰
Background image

د یو باب کانتین په کرایه ورکولو خبرتيا!

د سید جمال الدین افغاني پوهنتون ټولو  هغو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي د خپل اړوند یو باب کانتین، چې د کونړ – جلال اباد لویې لارې تر څنګ د سالارباغ په ساحه کې په(45) متره . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۲۵
Background image

د پوهنتون د 1405 مالي کال د فرنیچر باب او مفروشاتو قرارداد داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا

د داوطلبۍ شمېره: (MOHE/NCB 006/1405/SJAU/ KUNAR)

د سید جمال الدین افغاني پوهنتون ټولو هغو پر شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي،چې د 1405 مالي کال د فرنیچر باب او مفروشاتو قرارداد  . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۴:۰
Background image

قرارداد ورکړې د پرېکړې خبرتیا!

سید جمال الدین افغاني پوهنتون په پام کې لري، چې د 1405 مالي کال اړوند په مختلفو برخو کې د ساختماني ترميماتو قرارداد مبلغ(9940540) نهه ميليونه نهه سوه څلوېښت زره پنځه سوه څلوېښت افغانيو . . .

Back to tenders