د زراعت او اقتصاد پوهنځيو په جلا جلا غونډو کې خپل ممتاز محصلین وستايل او نويو محصلانو ته يې ښه راغلاست ووايه

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۷ - ۱۴:۲۹
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت او اقتصاد پوهنځيو خپلو ممتازو محصلینو لپاره د ستاينې او نويو محصليونو ته د ښه راغلاست غونډې جوړې کړې.

يادو مراسمو کې د پوهنتون علمي چارو مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي، د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار، د يادو پوهنځيو مشرتابه، استادانو او محصلانو برخه لرله.

د پوهنتون علمي مرستيال په خپلو خبرو کې ممتازو محصلينو ته مبارکي وويله او هغوی يې د تحصيلي ډگر اتلان وبلل.

نوموړي دا نوښت وستايه چې د ممتازو محصلينو د ستاينې او نويو محصليونو ته د ښه راغلاست غونډې يوځای ترتيب شوې دي او زياته يې کړه چې دا د نويو محصلينو هڅونې او د مثبت فکر ورکولو په برخه کې مهم رول لري.

د يادو پوهنځيو استادانو له لوري د پوهنتون او پوهنځيو تشکیلاتي جوړښت، پوهنتوني چاپېریال، د محصل مسؤلیتونو، نصاب، کرېديت لايحې، د ليليې مقررې، تاجیل، منفکۍ، نظم او دسپلين، ازموینو د ډولونو، کتابتون او نورو اړونډو موضوعاتو په اړه چمتو کړي پرېزنټېشنونه وړاندې شول.

يادې غونډې ممتازو محصلينو ته په ستاينليکونو ورکولو او دُعايه کليماتو سره پای ته ورسېدې.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS