د اقتصاد پوهنځي ممتاز محصلین وستايل شول

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۳ - ۱۶:۲۱
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي ممتاز محصلین د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول.

په ياده ستاينغونډه کې د پوهنتون علمي چارو مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي، محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار، د اقتصاد پوهنځي رييس پوهنيار حامد احمد مراد، د کرنې او کمپيوټرساينس پوهنځيو رييسانو، د پوهنتون استادانو او د اقتصاد پوهنځي محصلينو ګډون کړی ؤ.

د پوهنتون علمي چارو مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي په خپلو خبرو کې ممتازو محصلينو ته مبارکي وويله او د هغوی هڅې او لاسته راوړنې يې وستایلې.

د اقتصاد پوهنځي رييس پوهنيار حامد احمد مراد په خپله وينا کې د ياد پوهنځي له ټولو استادانو مننه وکړه چې د محصلينو په روزنه کې يې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي.

غونډه ممتازو محصلينو ته په ستاينليکونو ورکولو او دُعايه کليماتو سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۰:۳۹
Background image

پوهنتون کې د فقهي مجالسو لړۍ پيل شوه

د مهمو فقهي مسايلو د بحث، څېړنې او استنباط ياد مجالس، چې ټاکل شوې په مياشت کې به دوه ځله په پوهنتون کې ترسره کېږي، نن يې پرانيسته وشوه.

ياد مجالس د لوړو زده کړو محترم وزارت په هدايت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۳۸
Background image

له زراعت پوهنځي څخه ۸۹ تنه محصلين فارغ او د لومړي ځل لپاره په فراغت‌غونډه کې رسمي تحصيلي اسناد ورکړل شول

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي له درېوو څانگو څخه د لېسانس په کچه تر لوړو زدهکړو وروسته په ديارلسمه دوره کې(۸۹) تنه محصلين فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۹
Background image

له ښوونې او روزنې پوهنځي څخه ۲۵۰ تنه محصلين فارغ او د لومړي ځل لپاره په فراغت‌غونډه کې رسمي تحصيلي اسناد ورکړل شول

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي له اوو(۷) بېلابېلو څانگو څخه د لېسانس په کچه تر څلور کلنو مسلکي او تخصصي زده‌کړو وروسته په ديارلسمه دوره کې(۲۵۰) تنه محصلين فارغ او. . .

BACK TO NEWS