پوهنتون استادانو ته روزنيز ورکشاپ پای ته ورسېد

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۲ - ۱۷:۲
SIAU

سيدجمال الدين افغاني پوهنتون کې استادانو ته دوه ورځنی روزنيز ورکشاپ پای ته ورسېد.

ياد روزنيز ورکشاپ چې د پوهنتون مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د ژباړې بنسټونو تر سرليک لاندې د پوهنتون استادانو ته د ظرفيت لوړونې په موخه داير شوی وو؛ پای ته ورسېد.

پیل کې د مسلکي پرمختيا آمر پوهنيار امان الله توتاخېل ګډونوالو ته د ورکشاپ اهمیت او ارزښت بيان کړ او ورپسې د ښوونې او روزنې پوهنځي د انګليسي ډيپارټمنټ آمر پوهنمل فرمان الله سلطاني له لوري د ياد روزنير ورکشاپ موضوعات(له انګليسي ژبې څخه ملي ژبو ته د ژباړې اساسات) په دوه ورځو کې له استادانو شريک شول.

د يادولو وړ ده چې ګډونوالو د دا ډول ورکشاپونو او سېمينارونو پر دايرېدو خوښي وښوده او په راتلونکي کې يې د ورته نورو پروګرامونو د جوړېدو غوښتنه وکړه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS