د شرعياتو پوهنځي محصلينو ته د معياري پرېزنټېشن ليکلو او مونوګراف ډیزاين تر سرليک لاندې ورکشاپ داير شو

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۴ - ۱۷:۸
SJAU

په سيدجمال الدين افغاني پوهنتون کې د روزنيزو ورکشاپو په لړ کې د معياري پرېزنټېشن ليکلو او مونوګراف ډیزاين تر سرليک لاندې روزنيز ورکشاپ داير شو.

ياد يو ورځنی روزنيز ورکشاپ د پوهنتون شرعياتو پوهنځي محصلينو ته په مسلکي پرمختيايي مرکز کې داير شو.

پیل کې د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار د ورکشاپ د اهمیت او ارزښت په اړه خبرې وکړې او ورپسې د معياري پرېزنټېشن ليکلو، مونوګراف ډیزاين او له انټرنېټ څخه د مؤثرې استفادې په اړه د کمپيوټرساينس پوهنځي استاد پوهنيار خالد شينواري خپل چمتو کړی پرېزنټېشن وړاندې کړ.

د يادولو وړ ده چې ګډونوالو د دې ډول ورکشاپونو او سېمينارونو پر دايرېدلو خوښي وښوده او په راتلونکي کې يې د ورته نورو پروګرامونو د جوړېدو غوښتنه وکړه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS