د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د غونډو په تالار کې د هېواد د خپلواکۍ يو سل یومه کليزه ونمانځل شوه!

sjau_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۹ - ۹:۵
انځور

دغه غونډه چې د پوهنتون رييس ٬ مرستيالانو ٬ د پوهنځيو رييسانو ٬ استادانو او ګڼ شمېر محصلانو پکې ګډون کړی وو ٬ د قرآنکريم په تلاوت سره پيل شوه چې له ملي سرود وروسته د پوهنتون رييس پوهنوال دوکتور محمد ګلاب عمري د خپلواکۍ دبيا ګټلو د مبارکۍ تر څنګ د ازادۍ پر ارزښت خبرې وکړې. دوکتور عمري په خپلو خبرو کې ازادي يو الهي نعمت ياد کړ او په دې لړ کې يې محصلان او د غونډې ګډونوال ده ته متوجې کړل او ويې ويل٬ دغه ازادي چې زموږ نيکونو موږ ته له انګرېزانو څخه د سرونو په سرښندنو اخېستې په اقتصادي ٬ سياسي ٬ تعليمي٬ تحصيلي ٬ صنعتي ٬زراعتي او تخنيکي ازادۍ په غښتلي کولو سره ساتل کېږي.همدارنګه يې د غازي امان الله خان تر څنګ د ختيځ نابغه سيدجمال الدين افغان هم د ازادۍ سرلاری ياد کړ. د نورو ګډونوالو په توپير يې محصلان د راتلونکي مسؤلين وګڼل.
د غونډې يوه برخه هغو ويناوو او شعرونو ته ځانګړې شوې وه چې محصلانو پکې د هېواد دازادۍ په تړاو خپلې ويناوې او شعرونه واورول.
غونډه په هغه دعايه کليمو پای ته ورسېده چې هېواد کې د تلپاتې سولې او ښېرازۍ غوښتنه پکې شوې وه.

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۰:۳۹
Background image

پوهنتون کې د فقهي مجالسو لړۍ پيل شوه

د مهمو فقهي مسايلو د بحث، څېړنې او استنباط ياد مجالس، چې ټاکل شوې په مياشت کې به دوه ځله په پوهنتون کې ترسره کېږي، نن يې پرانيسته وشوه.

ياد مجالس د لوړو زده کړو محترم وزارت په هدايت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۳۸
Background image

له زراعت پوهنځي څخه ۸۹ تنه محصلين فارغ او د لومړي ځل لپاره په فراغت‌غونډه کې رسمي تحصيلي اسناد ورکړل شول

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي له درېوو څانگو څخه د لېسانس په کچه تر لوړو زدهکړو وروسته په ديارلسمه دوره کې(۸۹) تنه محصلين فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۹
Background image

له ښوونې او روزنې پوهنځي څخه ۲۵۰ تنه محصلين فارغ او د لومړي ځل لپاره په فراغت‌غونډه کې رسمي تحصيلي اسناد ورکړل شول

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي له اوو(۷) بېلابېلو څانگو څخه د لېسانس په کچه تر څلور کلنو مسلکي او تخصصي زده‌کړو وروسته په ديارلسمه دوره کې(۲۵۰) تنه محصلين فارغ او. . .

BACK TO NEWS