د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۴
SJAU

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د ازموينو له صحنو څخه د ليدنې او څارنې په ترڅ کې د اړوندو مسؤلينو او استادانو ته سپارښتنه وکړه چې ازموينې دې د لوړو زده‌کړو وزارت له اصولو او مقرراتو سره سمې په پوره شفافيت سره واخلي او پايلې دې پر خپل وخت له محصلينو سره شريکې کړي.

بل لور ته محصلينو د ازموينو له روان بهير څخه خوښي وښوده او ويې ويل چې د ازموينو لپاره د کافي وخت ځانگړي کولو سربېره مناسب چاپېريال برابر شوی او ټولې چارې د ټاکل شويو اصولو له مخې پر مخ وړل کېږي.

تر يادې څارنې وروسته د پوهنتون عمومي رئيس د ازموينو هيئت سره په ناسته کې د ازموينو پر لا ښه تنظيم، پوره شفافيت او د نافذه اصولو پر پلي کېدو ټينگار وکړ او همدا راز يې د ازموينو د بريالي مديريت په برخه کې د هيئت ترسره کړې هڅې وستايلې. د دغې ناستې په ترڅ کې ياد هيئت د پوهنتون مشرتابه ته ډاډ ورکړ، چې د روانو ازموينو تر پايه به له ټولو صحنو څخه په دوامدار ډول څارنه کوي او راپورونه به يې پر خپل وخت د پوهنتون رهبرۍ سره شريک کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۱:۳۷
Background image

د فکري روزنې په تړاو درې بېلابېل علمي سېمينارونه وړاندې شول

د فکري روزنې او فرهنگي يرغل د مخنيوي په تړاو په وړاندې شويو سېمينارونه کې چې د پوهنتون د فرهنگي هیئت له لوري تنظيم شوي وو؛ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځيو رئيسانو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا پرېکړو د تشرېح په هکله يو ورځنی سېمينار داير شو

د پوهاوي په دغه سېمينار کې د پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو او اداري کارکوونکو برخه لرله. د سېمينار په پيل کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۶:۱
Background image

کونړ ولايت کې د اسد ۲۴مه د فتحې ورځ په شاندارو مراسمو سره ولمانځل شوه

د غربي ښکېلاک د ماتې او اشغال د خاتمې تاريخي ورځ د يوې لويې پرتمينې ولسي غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه، چې په مراسمو کې يې د کونړ مرستيال والي مولوي عبدالله حقاني، د سيد جمال الدين افغاني. . .

BACK TO NEWS