د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سره د علمي همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۳۴
SJAU

دغه هوکړه‌ليک د متقابلو علمي همکاريو د لا پراختيا او د لا ښې همغږۍ د رامنځته کولو په موخه په افغان نړيوال اسلامي پوهنتون کې د دواړو پوهنتونونو د علمي چارو مرستيالانو له لوري لاسليک شو، چې په ناسته کې يې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنوال دوکتور عبدالواحد لياقت، د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو مرستیال قاضي عبدالهادي فضلي او نورو مسؤلينو برخه لرله. د ناستې په ترڅ کې مسؤلينو په خپلو خبرو کې د متقابلو علمي همکاريو هرکلی وکړ او دا يې د علمي بنسټونو ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا او د تجربو د تبادلې لپاره مهم گام وباله.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۵:۴۱
Background image

د اداري پروسو د ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو

د پوهنتون په اداري شورا کې د ساده شويو اداري پروسو له تطبيق څخه د څارنې او د پاتې اداري پروسو د لا ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو. ياده پرېکړه د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۸:۱۶
Background image

د پنځه‌گونو پوهنځيو له محصلينو څخه رقابتي ازموينه واخيستل شوه

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې له محصلينو څخه د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې کتاب کې د سيالۍ په موخه ازموينه واخيستل شوه.

دغه سيالي چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۸:۵
Background image

د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو مخنيوي(۱۷مه) گڼه فرمان په هکله د پوهاوي سېمينار دایر شو

د خېښۍ، ودونو، مصيبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنيوي په هکله(۱۷مه) گڼه فرمان د درېيمي مادې په تړاو، چې له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال. . .

BACK TO NEWS