د پوهنځيو رئيسانو، معاونينو، اداري او کادري آمرينو او مديرانو ته د پلان جوړونې او راپور ليکنې په اړه روزنيز ورکشاپ دایر شو

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۲
SJAU

دغه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون علمي چارو معاونيت په چوکاټ کې د مسلکي پرمختيا آمريت په نوښت جوړ شوی ؤ، چې د دې پوهنتون د پنځه‌گونو پوهنځيو رئيسانو، معاونينو، اداري او کادري آمرينو او مديرانو په کې برخه لرله او د پلان جوړونې او راپور ليکنې په هکله په کې تفصيلي معلومات وړاندې شول او گډونوالو  په دې تړاو په عملي بڼه گروپي کار هم وکړ. برخه‌والو په خپلو خبرو کې دا ډول روزنيز پروگرامونه گټور ياد کړل او د نوموړي آمريت له مسؤلينو يې د ورکشاپ دايرولو له امله مننه وکړه. د يادونې وړ ده چې د ياد ورکشاپ د روزنې چارې د اقتصاد پوهنځي استاد ن.پوهنيار تسل نورزي له لوري پر مخ وړل کېدې.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS