کرنې پوهنځي محصلینو د پیل کړي علمي سفر په ترڅ کې له بېلابېلو سيمو څخه ليدنه وکړه

Abdullah Saeed
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۹ - ۱۵:۳۷
SJAU

سید جمال الدین افغاني پوهنتون د کرنې پوهنځي محصلینو د خپل علمي سفر په ترڅ کې له بېلابېلو څېړنيزو مرکزونو، هارتیکلچري او ځنگلي نباتاتو او طبيعي سرچينو څخه لیدنې وکړې.

محصلینو کابل ته پر لار د لغمان ولایت چهاردهي سیمې اړوند  د سمسور بڼ مختلفو نرسريو د نباتي تکثیر بېلابېلو مېتودونو او د روزنې تخنیکونو په اړه  علمي او گټور  معلومات په عملي بڼه ترلاسه کړل او همداراز يې کابل ته پر لار  د سروبي ولسوالۍ اړوند له ريیس باغ څخه لیدنه هم وکړه او د ځنگلي ونو د اندازه گیرۍ په اړه ورته د لارښود استادانو له لوري گټور معلومات په عملي بڼه تشریح شول.

يادو محصلينو د کابل پوهنتون له کرنې پوهنځي څخه لیدنه وکړه چې د یاد پوهنځي له مختلفو لابراتوارونو، کرنیز ماشین الاتو، کتابتون، گلخانو، څېړنيز فارم او نورو اکاډمیکو فعالیتونو څخه کتنې ترسره کړې چې د اړوند مسؤلینو له لوري ورسره گټور معلومات شريک شول.

د دې ترڅنگ يې د کابل ژوبڼ، بابر باغ او قرغې بند څخه هم لېدنې وکړې چې په کابل ژوبڼ کې د ژوبڼ لارښود استاد له لوري محصلینو ته د ۱۰۰ ډوله بېلابېلو وحشي ژويو، مرغانو او کبانو د ژوند، ارزښت، د ساتنې او پالنې اصول، نسلگیرۍ او ورپېښو گواښونو په هکله په عملي ډول معلومات وړاندې شول او همداراز يې د کرنې، اوبو لگونې او مالدارۍ وزارت اړوند له څېړنيز مرکز(بادام باغ) څخه ليدنه وکړه او د ځنگلي او طبي نباتاتو د تکثير او توليد په اړه معلومات او په دې برخه کې د تر سره شويو څېړنو پايلې ورسره د نوموړي مرکز د متخصصينو له لوري شريکې شوې.

د يادونې ده چې تر دې وروسته به ياد محصلين د دې علمي سفر په ترڅ کې له ټاکل شوي پلان سره سم د باميان پوهنتون او د دې ولايت له بېلابېلو ساتل شويو او تفريحي سيمو څخه ليدنې ولري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS