ښوونې او روزنې پوهنځي استاد د پوهنيار علمي رتبې ته د ترفيع په موخه خپل علمي کنفرانس وړاندې کړ

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۲ - ۱۹:۴۵
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د جغرافيې دیپارتمنت استاد نپوهنيار ولي الله فکري د پوهنيار علمي رتبې ته د ترفيع په موخه(کونړ ولايت د چپې درې ولسوالۍ د سياحتي جاذبو پېژندنه) تر سرليک لاندې خپل علمي کنفرانس وړاندې کړ.

ياد کنفرانس کې د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي، د ښوونې او روزنې پوهنځي رييس پوهنيار مولوي خانزاده حنيفي، د ژوري هيئت غړو: پوهندوی محمدرحيم خاکسار، پوهندوی عبدالعظيم صديقمل او پوهندوی احمدالله عزيز سربېره د پوهنتون استادانو او محصلينو گډون کړی وو، چې له ازاد بحث او د ژوري هيئت تر مثبتې ارزونې وروسته پر دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۳:۸
Background image

د مالي او اداري چارو مرستيال په مشرۍ ناسته کې د حاضرۍ په پابندۍ او چارو کې پر چټکتيا ټينگار وشو

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد په مشرۍ تر سره شوې کاري ناسته کې چې د معاونيت اړوند آمرينو او عمومي مديرانو په کې برخه لرله او پر يو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۹:۴۰
Background image

د پوهنتون محصلينو ته د رمضان المبارک مياشتې د فضيلت په هکله سېمينار وړاندې شو

دغه سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت تر چتر لاندې د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت په نوښت داير شوی ؤ، د پنځه‌گونو پوهنځيو محصلينو په کې برخه لرله.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۲:۴
Background image

د قرانکريم"ترجمې او تفسير" د درسونو پر دوام د سورة النساء افتتاح وشوه

سيدجمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت د درسونو په لړ کې نن ورځ د قرانکریم"ترجمې او تفسیر" د درسونو پر دوام د دعوت او ارشاد مبلغ مولوي عبيدالله نعماني له لوري د سورة النساء. . .

BACK TO NEWS