پوهنتون کې په لومړي ځل د علمي ترفیعاتو شورا ايجاد او د علمي چارو مرستيال په مشرۍ يې خپله لومړنۍ ناسته وکړه

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۳:۳۹
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي ترفیعاتو شورا د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي په مشرۍ خپله لومړنۍ ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده کاري ناسته کې د علمي چارو مرستیال د کمېټې غړو ته سپارښتنه وکړه، چې د علمي ترفیعاتو په پروسه کې په پوره دقت او شفافیت سره عادلانه پرېکړې وکړي. ورپسې د يو تن استاد د علمي ترفیع پر کیس بحث وشو او د وروستیو کړنو په موخه د پوهنتون علمي شورا ته وړاندې شو.

د يادونې وړ ده چې د علمي چارو مرستيال په ورته وخت کې د ستراتيژيک پلان د څار له کمېټې سره په ناسته کې د کېمټې غړو ته د پوهنتون او پوهنځيو په کچه د ياد پلان له بشپړ تطبيق څخه د جدي څارنې لارښوونه وکړه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS