پوهنتون کې محصلينو د عملي زده کړو په موخه تمثيلي محکمه جوړه شوه

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۶ - ۱۶:۱۱
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د شرعياتو پوهنځي له لوري د محصلينو د عملي زده کړو د ترسراوي په موخه د ياد پوهنځي محصلينو پر مټ تمثيلي محاکمه د پوهنتون مشرتابه، کونړ ولايت اړوند ادارو رييسانو، د پوهنتون استادانو او محصلينو په شتون کې ترسره شوه.

تمثيلي محکمې د مراسمو په پيل کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ريیس پوهنمل محب الله محب له شرعياتو پوهنځي څخه مننه وکړه چې د محصلينو نظري زده کړو ترڅنګ عملي زده کړو ته هم ډېر پام کوي، نوموړي وويل چې په نږدې راتلونکي کې به د لوړو زده کړو وزارت او پوهنتون د پلان له مخې ټولو پوهنځيو د محصلينو عملي زده کړو لپاره امکانات برابر شي.

د شرعياتو پوهنځي رييس پوهندوی خان محمد خدرخېل، کونړ ولايت د محاکمو رييس مولوي عزيز الرحمن ياسر، شهري محکمې رييس مولوي محمد ايوب قلم او د عدليې رييس مفتي عبدالستار حماس په خپلو خبرو کې د محصلينو عملي زده کړو لپاره د داسې تمثیلي برنامو ترسره کول ډېر اړين وبلل.

وروسته د شرعياتو پوهنځي محصلينو له لوري تمثيلي محاکمه په ښه شان ترسره شوه، چې د ګډونوالو له لوري د ځانگړې پاملرنې وړ وگرځېده.

په پای کې د شرعياتو پوهنځي استاد پوهنيار عبدالرحمن عابد ياده تمثيلي محاکمه مثبته وارزوله.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS