پوهنتون کې د نږدې يو نيم(۱،۵) میلیونه افغانیو په لگښت د بېلابېلو برخو د رغونې او بیارغونې چارې پیل شوې

Abdullah Saeed
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۴:۵۹
SJAU

دا پروژه چې د تمویل بودجه یې د لوړو زده کړو وزارت له لوري ورکول کېږي، ياد پوهنتون د ودانيو ترميم او رنگول، د غونډو تالار بيا رغونه او ليليې د پخلنځي اساسي رغول په کې شامل دي.

يادې پروژې د پيل مراسمو کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن په خپلو خبرو کې د لوړو زده کړو وزارت له محترم مقام څخه مننه وکړه چې د تحصيلي بنسټونو د ودې او پرمختگ لپاره دوامدارې هڅې کوي. نوموړي قراردادي شرکت ته سپارښتنه وکړه چې د پروژې کارونه له ټاکل شويو معيارونو سره سم پر خپل وخت پای ته ورسوي.

یادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د پوهنتون مشرتابه سربېره؛ د کونړ ولايت اقتصاد رييس مولوي عبدالله همت او د ياد پوهنتون استادانو او کارکوونکو گډون کړی ؤ.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS