پوهنتون رييس د کرنې پوهنځي له څېړنيزې پروژې څخه ليدنه وکړه

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۰ - ۱۳:۱۹
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب په داسې حال کې، چې د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل علي احمد بهار، د کرنې پوهنځي رييس پوهندوی محمد حسن محمدي يې ملتيا کوله، د ياد پوهنځي د محصلينو له څېړنيزې پروژې څخه چې د غوښينو چرګوړو پر وزن اخيستنه  تر سره کېږي ليدنه وکړه.

د ليدنې پر مهال د کرنې پوهنځي رييس د يادې څېړنيزې پروژې(غوښينو چرګوړو پر وزن اخيستنه د بېلابېلو طبي بوټو اغېزې) په اړه د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس او ورسره مل پلاوي ته معلومات ورکړل او په دې برخه کې يې له شته ستونزو يادونه وکړه، چې د پوهنتون رييس له لوري ستونزو د حل ډاډ ور کړل شو.

د پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب د يادې څېړنې په ترسراوي خوښي وښوده او د کرنې پوهنځي له مسؤلینو او استادانو يې مننه وکړه، چې د تيورۍ ترڅنګ عملي چارو او څېړنو ته هم پاملرنه کوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS