پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال په مشرۍ ناسته کې د لوړو زده‌کړو وزارت د رهبري شورا پرېکړو پر بشپړ تطبيق ټينگار وشو

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۴:۱۵
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد په مشرۍ تر سره شوې کاري ناسته کې چې د معاونيت اړوند آمرينو او عمومي مديرانو په کې برخه لرله، د لوړو زده‌کړو وزارت د(۵مې) گنې رهبري شورا پرېکړو په خپل وخت کې پر بشپړ تطبيق بحث وشو او اړوندو مسؤلينو ته خپلې دندې وسپارل شوې.

د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال د لوړو زده‌کړو وزارت د رهبري شورا پرېکړو په رڼا کې اړوندو مسؤلینو ته د محصلینو سېمینارونو دايرېدو لپاره د لازمو اسانتياوو برابرولو، په رجب المرجب میاشت کې د علماء کرامو او فاضلانو ازموینې ته د پوره چمتووالي او نورو بېلابېلو موضوعاتو په هکله لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS