پوهنتون د رييس په مشرۍ د ستراتيژيک پلان جوړونې بورډ ناسته وشوه

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۰ - ۱۷:۳۵
SJAU

سيدجمال الدين افغاني پوهنتون د رييس پوهنمل محب الله محب په مشرۍ؛ پوهنتون د ستراتيژيک پلان جوړونې بورډ ناسته وکړه.

په ياده کاري ناسته کې د علمي چارو مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي او د پوهنتون ستراتيژيک پلان جوړونې بورډ غړو ګډون درلود چې په کې د مخکني ستراتیژیک پلان د پياوړو او کمزورو ټکو ارزونه، د پوښتنپاڼو او چک لېستونو ترتيب، د ستراتیژیک پلان جوړولو د مراحلو او کړنلارې ټاکل، مهالوېش او د نورو بېلا بېلو موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

پيل کې د پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب د ښه راغلاست ترڅنګ، د ستراتيژيک پلان د ترتيب پر پړاوونو خبرې وکړې او د پلان په جوړونه کې يې د پلي کېدو وړ شاخصونو د ټاکلو او د نورو موضوعاتو په اړه د بورډ غړو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

ورپسې د علمي چارو مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي په خپلو خبرو کې د راتلونکو پنځه کالونو لپاره د ستراتیژیک پلان په ترتيب کې، د ټولنې او اړوندو سکتورونو غوښتنو په پام کې نيولو او د کارونو پر دقت او سرعت ټيګار وکړ.

غونډه د خير په دُعا سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS