پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر د خپلو پروگرامونو په لړ کې د لومړنيو ټولگيو محصلينو ته اصلاحي بيان وکړ

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۱:۴۴
SJAU

تېره ورځ د ماښام تر لمانځه وروسته د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق زلِف د ليليې په مسجد کې د پنځه‌گونو پوهنځيو د لومړنيو ټولگيو محصلينو ته د وخت او مطالعې ارزښت، د حسنه اخلاقو پر مقام او منزلت او د صورت او سيرت برابرولو په اړه تفصيلې خبرې وکړې. نوموړي همداراز د ياد آمريت اړوند درسي پلان، اصلاحي او تربيتي برنامې محصلينو ته تشرېح کړې او هغوی ته يې د فعال گډون سپارښتنه وکړه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۱:۵۰
Background image

ښوونې او روزنې او اقتصاد پوهنځيو د ممتازو محصلينو د ستاينې او نويو شامل شويو محصلانو د ښه راغلاست غونډې ترسره شوې

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې او اقتصاد پوهنځيو د تېر درسي فصل ممتازو محصلانو لپاره د ستاينې او نويو شامل شويو محصلينو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې جلا جلا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۲:۵۶
Background image

د زراعت پوهنځي جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي نويو محصلانو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون له چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډه جوړه شوه، چې په کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۳۸
Background image

پوهنتون کې په نړيواله کچه د علمي- څېړنيزو مقالو د نشر لارو چارو په هکله روزنيز سېمينار وړاندې شو

دغه يو ورځنی علمي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د معتبرو نړيوالو مجلو پېژندنه او په هغو کې بې له کوم لگښت څخه د مقالو د نشرولو په هکله جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS