پوهنتون د ازموینو مرکزي کمېټې د محصلانو چارو مرستيال په مشرۍ غونډه وکړه

Abdullah Saeed
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۳۰ - ۱۴:۵۸
SAJU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ازموینو مرکزي کمېټې غړو پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار په مشرۍ غونډه وکړه.

په یاده کاري ناسته کې په تېرو ازموینو کې په رامنځته شويو ستونزو او حل لارو، د راتلونکو ازموینو لپاره د پوښتنو پر نوعيت او لا معياري کېدو او همدا راز د ازموینو پروسې د روڼتیا لپاره د اړینو تدابیرو نیولو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

د محصلانو چارو مرستيال د ازموینو د مرکزي کمېټې غړو د تېرو کړنو او فعالیتونو مننه وکړه چې له امله یې د پوهنتون ازموینې تر ډېره بریده رڼې او معیاري شوې او د اصولو او مقرراتو سره سم یې د راتلونکو ازموینو د اخیستلو او د يادې پروسې د جدي څارنې سپارښتنه وکړه.

د ازموینو مرکزي کمېټې غړو د پوهنتون مشرتابه ته ډاډ ورکړ چې په منظمه توګه به د ازموینو د اخیستلو له بهیر څخه څارنه وکړي او له اصولو سره سم به ازموینې واخلي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS