په کونړ کې د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینې بهير نن ورځ رسماً پای ته ورسېد

Abdullah Saeed
شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۸:۴۰
SJAU

یاده پروسه چې دوه ورځې یې د گډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت او درې ورځې یې د ازموینو اخیستلو ته ځانگړې شوې وې؛ له نږدې درې نيم زره تنو گډونوالو څخه د ازموینې په اخیستلو سره نن ورځ د ۱۴۰۴ل کال د جوزا پر ۳۰ مه نېټه رسماً پای ته ورسېده.

د سید جمال الدین افغاني پوهنتون ريیس شيخ عبدالمالک محسن د کانکور ازموینې بهير د بریالي پای ته رسېدو په برخه کې د ازموینو ملي ادارې څخه راغلي پلاوي، امنيتي مسؤلينو او د پوهنتون له منسوبينو څخه مننه وکړه چې په زيار او هڅو يې په دې ولايت کې د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموينه په شفاف ډول او د امن په فضاء کې؛ پرته له کوم ځڼډ او خڼډ څخه پای ته ورسېده.

د ازموینو ملي ادارې څخه د راغلي پلاوي مشر استاد احمدنويد نوري په خپلو خبرو کې د ياد پوهنتون له مشرتابه، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو څخه مننه وکړه چې د ازموینې پرمهال یې د بایومتریک له تخنيکي ډلې او د ازموينې له ممتحنه پلاوي سره پوره همکاري وکړه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۳:۸
Background image

د مالي او اداري چارو مرستيال په مشرۍ ناسته کې د حاضرۍ په پابندۍ او چارو کې پر چټکتيا ټينگار وشو

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد په مشرۍ تر سره شوې کاري ناسته کې چې د معاونيت اړوند آمرينو او عمومي مديرانو په کې برخه لرله او پر يو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۹:۴۰
Background image

د پوهنتون محصلينو ته د رمضان المبارک مياشتې د فضيلت په هکله سېمينار وړاندې شو

دغه سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت تر چتر لاندې د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت په نوښت داير شوی ؤ، د پنځه‌گونو پوهنځيو محصلينو په کې برخه لرله.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۲:۴
Background image

د قرانکريم"ترجمې او تفسير" د درسونو پر دوام د سورة النساء افتتاح وشوه

سيدجمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت د درسونو په لړ کې نن ورځ د قرانکریم"ترجمې او تفسیر" د درسونو پر دوام د دعوت او ارشاد مبلغ مولوي عبيدالله نعماني له لوري د سورة النساء. . .

BACK TO NEWS