له کرنې پوهنځي اويا تنه محصلين فارغ او د ټولنې خدمت ته وړاندې شول

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۷ - ۱۴:۳۹
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي د لېسانس په کچه تر لوړو زده کړو وروسته(۷۰) تنه محصلين فارغ او د ټولنې خدمت ته وړاندې کړل.

په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې چې د پوهنتون په تالار کې رابلل شوې وه، د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن، د پوهنځيو رييسانو، کونړ د ځېنيو ولايتي ادارو مسؤلينو او مېلمنو، د پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو، فارغېدونکو محصلينو او هغوی د کورنیو غړو برخه لرله.

غونډه د قرآن کريم د څو مبارکو آیاتونو پر تلاوت پیل شوه او ورپسې د کرنې پوهنځي رييس پوهندوی محمد حسن محمدي په پرانیستونکې وینا کې د فارغېدونکو محصلينو کورنيو ته د مبارکۍ ترڅنگ هغوی ته ډاډ ورکړ چې پجيان يې پر اسلامي روحيه او د مسلکي پوهې پر گاڼه سمبال روزل شوي دي.

ورپسې د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن فارغانو او د دوی کورنيو ته مبارکي ورکړه او هغوی يې لا نورو لوړو زده‌کړو ته وهڅول.

نوموړي په خپلو خبرو کې هېوالوالو ته ډاډ ورکړ، چې د تېر پر تله د پوهنتونونو درسي کيفيت ښه شوی او د دې پوهنتون استادانو په پوره اخلاص دا فارغان په ديني او عصري زده‌کړو سمبال روزلي چې کولای شي د هېواد په پرمختگ کې رغنده رول اداء کړي.

په غونډه کې کونړ ولايت د چاپېريال ساتنې رييس ډاکټر محمد رحمن صابر، د زراعت رياست استازي سيد حفيظ الله پاچا او فارغېدونکو محصلينو د کورنيو په استازيتوب ملک جان اغا هم ويناوې وکړې.

د يادونې ده چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون په سږ(۱۴۰۳) تحصيلي کال کې د پنځه‌گونو پوهنځيو له بېلابېلو څانگو څخه د لېسانس په کچه(۵۸۵) تنه محصلين فارغ او د ټولنې خدمت ته وړاندې کړل، چې د فراغت غونډې يې په بېلابېلو ورځو کې د پوهنتون په تالار کې  تنظيم شوې وې.

هېره دې نه وي چې د نن ورځې په غونډه کې د ځنگلونو او چاپېريال د ساتنې په اړه د عامه پوهاوي تمثيلي پارچه هم وړاندې شوه او پای کې غونډه فارغانو ته د تصدیق پاڼو له وېش وروسته، پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق زلف له لوري په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS