سید جمال الدین افغاني پوهنتون ته نوی رئيس معرفي شو

Abdullah Saeed
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۵:۱۲
SJAU

د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی ورعاه د ځانگړي حکم پر اساس الحاج مولوي عبدالواسع منصور چې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د نوي رئیس په توگه ټاکل شوی ؤ چې نن ورځ د يوې پرتمنې غونډې په ترڅ کې د پوهنتون منصوبينو ته ور وپېژندل شو.

هغه غونډه چې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون په تالار کې رابلل شوې وه، په کې د کونړ ولایت علماوو شورا رئيس شيخ عبدالقهار صديقي، د ياد پوهنتون مخکېني رئيس شيخ عبدالمالک محسن، د کونړ ولایت جیدو علماء کرامو، د ولايتي ادارو مسؤلينو او مېلمنو، د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو رئیسانو، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلينو گډون کړی ؤ.

پيل کې د قرآنکريم د څو مبارکو آياتونو له تلاوت وروسته د پوهنتون علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه او په اسلامي نظام کې يې د مسؤليت او اطاعت پر اهميت او ارزښت خبرې وکړې.

غونډې ته شیخ عبدالقهار صديقي په خپلو خبرو کې د مخکېني رئيس د خدمتونو ستاينه وکړه او د پوهنتون منصوبينو ته يې لارښوونه وکړه چې له نوي رئيس سره په اړوندو چارو کې پوره همکاري او په شرعي لحاظ يې کامل اطاعت وکړي. ورپسې د کونړ ولايت مقام د کارکوونکو چارو آمر مولوي ميرولي حقاني د مشرتابه عالي مقام هغه حکم ولوست چې پر اساس يې الحاج مولوي عبدالواسع منصور د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د رئيس په توگه ټاکل شوی ؤ. ورپسې د ياد پوهنتون مخکېني رئيس شيخ عبدالمالک محسن په خپلو خبرو کې په اسلامي نظام کې مسؤليت امتياز نه بلکې، يو دروند بار ياد کړ او د پوهنتون مسؤلينو ته يې له نوي رئيس سره د مخلصانه همکارۍ سپارښتنه وکړه.

د سید جمال الدین افغاني پوهنتون نوي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور غونډې ته په خپلو ويناوو کې د افغانستان اسلامي امارت پاليسي تشرېح کړه او اطاعت يې د نظام د بقاء او استحکام لپاره اساسي شرط وباله. نوموړي په پوهنتون کې د تضمين کيفيت معيارونو پر پلي کېدو ټينگار وکړ او دا معيارونو يې د پوهنتونونو د پرمختگ لپاره اساسي اصول ياد کړل او همداراز يې له خپلو راتلونکو پلانونو لنډه يادونه وکړه. ياده ناسته د کاپيسا ولايت د محاکمو رئيس مولوي عزيزالرحمن حقاني له لوري په دُعاء ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS