سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د سيرت النبي ﷺ تر سرليک لاندې يو ورځنی علمي سېمينار وړاندې شو

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۱ - ۱۴:۴۱
SJAU

په همدې اړوند جوړه شوې غونډه کې د پوهنتون علمي چارو مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي، د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار، د مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق، د پوهنځیو رييسانو، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلينو برخه لرله.

پیل کې د پوهنتون علمي مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي گډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنگ وويل: د مسلمان په توگه پر موږ  ټولو لازمه ده، د خپل خوږ نبي ﷺ د ژوندانه په اړه پوره معلومات ولرو، چې دا پر اسلام مبارک دين او قران کريم حقيقي پوهېدنه ده.

نوموړي په خپلو خبرو کې د ياد سېمينار له تنظيموونکو مننه وکړه او زياته يې کړه چې د داسې علمي سېمينارونو لړۍ به جاري وساتي.

د غونډې په ترڅ کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون استادانو هر یو: پوهندوی عطاءالله عصامي(له بعثت څخه مخکې د رسول الله ژوند)، پوهنمل نورالحق حليمي(له بعثت څخه وروسته تر هجرته د رسول الله ژوند) او پوهنيار خانزاده حنفي(له هجرت څخه وروسته د رسول الله ژوند)؛ تر سرلیکونو لاندې خپلې علمي او څېړنيزې مقالې وړاندې کړې.

په پای کې غونډه د شرعياتو پوهنځي رييس مولوي عبدالمنان عارف له لوري په دُعاء سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS