سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي اتم سمستر محصلينو ته يو ورځنی روزنیز سېمینار داير شو

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۸ - ۱۲:۰
SJAU

اقتصاد پوهنځي د پوهنتون مسلکي پرمختیا له آمریت سره په همغږۍ د ملي اقتصاد او اداره او تشبثاتو مدیریت دیپارتمنتونو د اتم سمستر محصلینو ته د(پروپوزل ليکنې لارې چارې) تر سرليک لاندې يو ورځنی سېمینار داير کړ.

ياد سېمينار چې د محصلينو ظرفیت لوړونې په موخه جوړ شوی ؤ په کې د پروپوزل لیکنې پر جوړښت، اړتیا او په څېړنه کې یې پر ارزښت هر اړخیز بحث او خبرې وشوې.

د یادونې ده، نوموړی روزنیز سېمینار د اداره او تشبثاتو مدیریت د دیپارتمنت آمر پوهنیار عمران رفیق له لوري وړاندې شو چې گډونوالو يې پر دایرېدو خوښي وښوده او د نورو رزنیزو برنامو غوښتنه یې وکړه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS