د ښوونې او روزنې پوهنځي د څلورمو ټولگيو محصلينو ته د مونوگراف پروپوزل ليکنې تر سرليک لاندې روزنيز سېمينار داير شو

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۰:۲۳
SJAU

دغه يو ورځنی روزنيز سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو څانگې په نوښت جوړ شوی ؤ، د څلورمو ټولگيو لسگونو محصلينو په کې برخه اخيستې وه. په پيل کې د ښوونې او روزنې پوهنځي رئيس پوهنيار مولوي خانزاده حنيفي د څېړنې او د سېمينار پر ارزښت خبرې وکړې او محصلين يې په دا وړ روزنيزو پروگرامونو کې گډون ته راوبلل. ورپسې د پوهنتون د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي له لوري د پروپوزل ليکنې اړوند پرېزېنټېشن وړاند شو او د پروپوزل پر ارزښت، اړتيا او د بېلابېلو برخو په تړاو يې محصلينو ته هر اړخيز معلومات وړاندې کړل او همداراز يې د گډونوالو پوښتنې هم ځواب کړې.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS