د پوهنتون عمومي رئیس د مالي او اداري چارو معاونيت اړوند آمريتونو د روانو چارو څارنه او ارزونه وکړه

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۲۰
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د مالي او اداري چارو معاونیت اړوندو آمریتونو له کاري بهیر څخه څارنه او د چارو د لا چټکتیا په موخه هر اړخیزه ارزونه وکړه. د څارنې او ارزونې پر مهال د پوهنتون عمومي رئیس يادو آمرينو ته لارښوونه وکړه، چې د خپلو دندو لايحو په رڼا کې پلان شوي کارونه په ښه ډول انجام کړي او د تضمين کيفيت له معيارونو سره سم دې د ترسره شويو چارو شواهد ترتيب او تنظیم کړي. د يادې څارنې په لړ کې د نوموړي معاونیت اړوند آمرینو د خپلو کړنو راپورونه وړاندې کړل او ډاډ یې ورکړ چې د رهبرۍ د لارښوونو په رڼا کې به د خدمتونو کیفیت لا نور ښه کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS