د پوهنتون عمومي رئيس د فرهنگي چارو له مرکزي کمېټې سره ناسته وکړه

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۴:۵۵
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د فرهنگي چارو له مرکزي کمېټې سره ناسته وکړه، چې د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمر مولوي عبدالله مسلم او د يادې کمېټې ټولو غړو په کې برخه لرله. پیل کې د کمېټې مسؤلينو د تېرو کړنو او فعالیتونو راپورونه او د چارو لا ښه‌والي په تړاو وړانديزونه د پوهنتون له عمومي رئيس سره شريک کړل. د پوهنتون عمومي رئيس د يادې کمېټې مسؤلينو له لوري د ترسره شويو فعالیتونو له امله مننه وکړه او په اړوندو چارو کې يې هغوی ته د شته ستونزو او همداراز نیمگړتیاوو د حل په برخه کې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې. نوموړي د محصلانو چارو معاونيت ته لارښوونه وکړه چې د يادې کمېټې د نوي لارښود په رڼا کې په منظم ډول خپلې ناستې ترسره کړي او د خپلو فعالیتونو راپور دې په مياشتني ډول له رياست مقام سره شريک کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS