د پوهنتون د علمي‌ــــ‌څېړنيزې مجلې«اند» د کتنپلاوي ناسته وشوه

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۰:۱۶
SJAU

ياده ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ وشوه، د اند علمي‌ــــ‌څېړنيزې مجلې د کتنپلاوي غړو په کې برخه لرله. ناستې ته د پوهنتون علمي څېړنو او مجلو مرستيال تر ښه راغلاست وروسته د راغلو مقالو په اړه د کتنپلاوي غړو ته معلومات وړاندې کړل. ياد پلاوی چې د بېلابېلو علومو استادان يې برخه‌وال دي له علمي او تخنيکي کار وروسته به د کتل شويو مقالو پایلې د مجلې له مديره هيئت سره شریکې کړي. د يادونې وړ ده چې په ورته مهال کې د ياد معاونيت د مسؤلينو په نوبتي ناسته کې د پوهنتون نړۍوال علمي ژورنال لپاره د علمي بورد غړي تاييد شول.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۰:۱۶
Background image

د پوهنتون د علمي‌ــــ‌څېړنيزې مجلې«اند» د کتنپلاوي ناسته وشوه

ياده ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ وشوه، د اند علمي‌ــــ‌څېړنيزې مجلې د کتنپلاوي غړو په کې برخه لرله. ناستې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۴:۴۳
Background image

د پوهنتون اداري کارمندانو ته د کارکوونکو چارو مؤثر مديريت تر سرليک لاندې سېمينار داير شو

دغه يو ورځنی روزنيز سېمينار، چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون علمي چارو معاونيت په چوکاټ کې د مسلکي پرمختيا آمريت په نوښت جوړ شوی ؤ، د ياد پوهنتون د اداري برخې آمرینو او مديرانو په کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۴:۳۴
Background image

د پوهنتون څېړنو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د څېړنو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS