د پوهنتون د«اند» ملي ژورنال اعتبار تر لاسه کړ

Abdullah Saeed
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۹:۴۵
SJAU

د سيد جمال‌الدین افغاني پوهنتون د علمي څېړنو او مجلو معاونيت په چوکاټ کې د«اند» علمي-څېړنيز ژورنال، د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تأليف او ژباړې رياست له لوري د ژورنالونو متخصصينو او مسلکي غړو له وارزول شو او د ښو نومرو په تر لاسه کولو يې علمي او اکاډميک اعتبار تر لاسه کړ. د ملي او نړيوالو ژورنالونو د اعتبار ارزونې پلاوی هر کال د ځانگړو علمي او څېړنيزو معيارونو، لوايحو او طرزالعملونو پر بنسټ د ملي ژورنالونو ارزونه کوي.

د سيد جمال‌الدین افغاني پوهنتون د«اند» علمي-څېړنيز ژورنال چې په ۱۴۰۲لمريز کال کې يې له لوړو زده کړو وزارت څخه د خپرولو رسمي جواز تر لاسه کړ؛ د خپل لرليد، ماموريت او ستراتيژيکو موخو په رڼا کې يې د ټولنيزو او ساينسي علومو په برخه کې د لوړو معيارونو سره سم مقالې خپرې کړې دي. ياد پوهنتون په دې برخه کې د لوړو زده کړو وزارت، په ځانگړي ډول د څېړنې، تأليف او ژباړې رياست له لوري د امارتي پوهنتونونو د څېړنيزو فعاليتونو د عادلانه ارزونې او دوامدار ملاتړ له امله مننه کوي او د لا لوړو علمي لاسته راوړنو ډاډ ورکوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS