د پوهنتون استادانو ته د(اس پي اس اس) سافټوير کارونې په هکله پيل شوی درې ورځنی روزنيز ورکشاپ پای ته ورسېد

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۱:۲
SJAU

دغه روزنيز ورکشاپ چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون اړوند د علمي چارو او د علمي څېړنو او مجلو معاونيتونو په همغږۍ د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري جوړ شوی ؤ، د پنځه‌گونو پوهنځیو استادانو په کې برخه لرله. د يادونې وړ ده چې د ياد درې ورځني ورکشاپ په ترڅ کې د پوهنتون د استادانو چارو آمر پوهنمل عمران رفيق له لوري د(SPSS) سافټوير کارونې په اړه تفصيلي معلومات وړاندې شول او همداراز د گډونوالو پوښتنو او عملي کار ته هم کافي وخت ځانگړی شوي ؤ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۱:۳۷
Background image

د فکري روزنې په تړاو درې بېلابېل علمي سېمينارونه وړاندې شول

د فکري روزنې او فرهنگي يرغل د مخنيوي په تړاو په وړاندې شويو سېمينارونه کې چې د پوهنتون د فرهنگي هیئت له لوري تنظيم شوي وو؛ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځيو رئيسانو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا پرېکړو د تشرېح په هکله يو ورځنی سېمينار داير شو

د پوهاوي په دغه سېمينار کې د پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو او اداري کارکوونکو برخه لرله. د سېمينار په پيل کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۶:۱
Background image

کونړ ولايت کې د اسد ۲۴مه د فتحې ورځ په شاندارو مراسمو سره ولمانځل شوه

د غربي ښکېلاک د ماتې او اشغال د خاتمې تاريخي ورځ د يوې لويې پرتمينې ولسي غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه، چې په مراسمو کې يې د کونړ مرستيال والي مولوي عبدالله حقاني، د سيد جمال الدين افغاني. . .

BACK TO NEWS