د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د پلان جوړونې، راپور ليکنې او د کلنۍ ارزونې فورمونو په اړه يو ورځنی سېمينار وړاندې شو
دغه روزنيز سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيا او د کارکوونکو چارو آمریتونو په نوښت او همغږۍ د معلوماتي ټکنالوژۍ په مرکز کې جوړ شوی ؤ، د پوهنتون اداري آمرينو او مديرانو په کې برخه لرله.
د يادونې وړ ده چې د سېمينار وړاندې کوونکي استاد له لوري د کلني کاري پلان، راپور ليکنې او د مامورينو کلنۍ ارزونې د فورمونو په تړاو هراړخيز معلومات وړاندې او شول او همداراز يې د موضوع په تړاو د گډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
