د پوهنتون اداري شورا ناسته وشوه

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۹:۱۵
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په مشرۍ تر سره شوې يادې ناسته کې چې د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو رئیسانو او آمرينو په کې برخه لرله، د ۱۴۰۵ مالي کال بودجوي پلان، د لوړو زدهکړو وزارت څخه د راغلي هيئت گزارش، له بیت المال څخه سالمه او اصولي استفاده او نور بېلابېل موضوعات په کې بحث شول او په تړاو يې لازمې پرېکړې وشوې او همداراز د اړوندو چارو د لا ښه ترسراوي او چټکتيا په موخه ځانگړې کاري کمېټې هم وټاکل شوې.

د پوهنتون عمومي رئيس د خپلې وینا پر مهال د ښه راغلاست ترڅنگ، د يادو موضوعاتو په هکله مسؤلینو ته دندې وسپارلې او هغوی ته يې په اړوندو چارو کې د ښې همغږۍ او پوره همکارۍ لارښوونه وکړه. ياده دې وي چې په دغه کاري ناسته کې د تېرې شورا د پرېکړو راپور هم وړاندې شو او په اخر کې ناسته د خیر په دُعاء سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS