د پنځه‌گونو پوهنځيو محصلينو ته د فکري روزنې يو ورځنی سېمينار داير شو

Abdullah Saeed
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۵:۴۰
SJAU

دغه سېمينار چې د اسلام قوت او تأثر؛ او د اسلامي نظام د سرحداتو ساتنې پر موضوعاتو د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت په نوښت داير شوی ؤ، د پنځه‌گونو پوهنځيو محصلينو په کې برخه لرله. په پيل کې د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمر مولوي عبدالله مسلم په خپلو خبرو کې د سېمينار اهميت او ارزښت بيان کړ او دا وړ سېمينارونه يې د محصلينو د فکري بيدارۍ لپاره اړين وبلل. ورپسې د شرعياتو پوهنځي استادانو هر يو: پوهندوی عنايت الرحمن همت د(اسلام قوت او تأثر) او پوهنيار عبدالولي حميدي د(اسلامي نظام د سرحداتو ساتنه) تر سرليکونو لاندې پر ټاکل شويو موضوعاتو تفصيلي معلومات وړاندې کړل او همداراز يې د منفي تبليغاتو مخنيوی په برخه کې د محصلينو پر رول خبرې وکړې. په ورته وخت کې محصلينو د اسلامي نظام او د سرحداتو ساتنه خپل ديني او ملي مسؤليت وباله او ژمنه يې وکړه چې په دې برخه کې هر راز قربانۍ ته چمتو دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۱:۵۰
Background image

ښوونې او روزنې او اقتصاد پوهنځيو د ممتازو محصلينو د ستاينې او نويو شامل شويو محصلانو د ښه راغلاست غونډې ترسره شوې

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې او اقتصاد پوهنځيو د تېر درسي فصل ممتازو محصلانو لپاره د ستاينې او نويو شامل شويو محصلينو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې جلا جلا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۲:۵۶
Background image

د زراعت پوهنځي جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي نويو محصلانو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون له چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډه جوړه شوه، چې په کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۳۸
Background image

پوهنتون کې په نړيواله کچه د علمي- څېړنيزو مقالو د نشر لارو چارو په هکله روزنيز سېمينار وړاندې شو

دغه يو ورځنی علمي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د معتبرو نړيوالو مجلو پېژندنه او په هغو کې بې له کوم لگښت څخه د مقالو د نشرولو په هکله جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS