د لوړو زده‌ کړو وزارت په مشرۍ د کابل پوهنتون له لوري په داير شوي کنفرانس کې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون لومړی مقام خپل کړ

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۳۵
SJAU

دغه داخلي کنفرانس چې«چاپېریالي پایښت، پېښو او طبیعي زېرمو مدیریت» تر سرليک لاندې په کابل پوهنتون کې داير شوی ؤ، د کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتون استادانو له لوري ليکل شويو علمي-څېړنيزو مقالو په کې د هېواد په کچه د کيفيت او کميت له پلوه لومړی مقام خپل کړ.

د سید جمال الدین افغاني پوهنتون رهبري د دې لوړ علمي وقار د ترلاسه کولو له کبله په ټوله کې د لوړو زده‌ کړو سرتاسري لويې علمي کورنۍ ته او په ځانگړي ډول د دې پوهنتون ټول زيارکښ پرسونل او محصلينو ته مبارکي وايي.

دا لومړی ځل نه دی چې د کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون په داخلي کنفرانسونو کې لومړی مقام خپلوي، تر دې وړاندې هم په دا وړ درې داخلي کنفرانسونو کې لومړی او په گڼو نورو کې يې د پام وړ مقامونه خپل کړي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS